د افغانستان د کرکټ پياوړی لوبغاړی راشدخان د ۲۰۲۵ کال د کرکټ یو ورځنیو سیالیو د غوره توپاچوونکو په درجهبندۍ کې د ۷۱۰ نومرو په درلودو سره لومړی مقام خپل کړ. د توپاچوونکو په نوملړ کې د انګلیستان لوبغاړی جافر ارچر دویم او د هند لوبغاړی کولدیپ یادو درېیم مقام لري. په ورته وخت کې، عظمتالله عمرزی د یو ورځنیو لوبو د الراونډرانو په درجهبندۍ کې تر ټولو مخکې دی او محمدنبي درېیم مقام لري. د زمبابوې لوبغاړی سکندر رضا دویم او راشدخان بیا پنځم مقام لري.








