د هلمند ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه ښار ۱۰ مې ناحیې اړوند په مختار سیمه کې پر هلمند سیند د نوي پل د جوړېدو چارې د ۳.۲ میلیونه ډالرو په لګښت د کورنیو چارو وزرات د ستر امنیتي معین ابراهیم صدر د هلمند والي مولوي امان الدین منصور او یو شمېر نورو ځایي مسوولینو په شتون کې پیل شوې دي. د ځایي چارواکو په خبره دغه پل د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی مالي او اداري معینیت له لوري د ۳.۲ میلیونه ډالرو په لګښت په اساسي ډول د ۱۸ میاشتو په موده کې جوړېږي. سرچینې ویلي، چې دغه پل ۳۴۰ متره اوږدوالی او ۹ متره سور لري، چې په جوړېدو سره به یې لښکرګاه ښار د باباجي ولسوالۍ له لارې د کندهار ـــ هرات له عمومي سړک سره ونښلول شي.








