د سره صلیب نړیوالې کمېټې پر خپله اېکس پاڼه په لیکلي بیان کې ویلي، چې ځینو کورنیو د «کار په بدل کې د پیسو» په پروګرام کې برخه اخیستې ده. په لیکلي بیان کې راغلي، چې په دې پروژه کې ګډونوالو د پیسو له ترلاسي سربېره د ۵۱۰ مترو په اوږدوالي د اوبو یو کانال جوړ کړی دی. سره صلیب زیاته کړې چې دا کانال به کرنیزو ځمکو ته اوبه برابرې، د کروندګرو د اوبو لګولو سیستم به ښه کړي، ځمکې به د سېلابونو له ګواښه وساتي او په راتلونکو کالو کې به د ځايي اوسېدونکو وړتیا لوړه کړي. څه موده مخکې هم د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي و چې د هرات په پنځو ولسوالیو کې یې د اوبو ۴۴۹ پمبونه رغولي دي.








