ټولګټو چارو وزارت ویلي، افغانستان ته د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي له سفر او د هرات–تورغنډۍ او هرات–کندهار د اوسپنې پټلۍ پروژو لپاره د ۵۰۰ میلیونه ډالرو د پانګونې تر هوکړهلیک وروسته، د دغو پروژو د عملي کېدو لپاره د کابل او استانې ترمنځ تخنیکي ناستې روانې دي. د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس ویلي، یادې پروژې به افغانستان د سیمې له هېوادونو سره ونښلوي او د ټرانزیټ او سوداګرۍ لپاره به مهم فرصتونه برابر کړي. نوموړی وايي، چې د اوسپنې پټلۍ پراختیا د دغه وزارت له اساسي موخو څخه ده او د پانګونې د جلب لپاره کورنۍ او نړۍوالې هڅې روانې دي.







