د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې دا مهال د محمدآغې ولسوالۍ په صنعتي پارک کې ۸۵ تولیدي شرکتونو ته ۵۰۰ جریبه ځمکه وېشل شوې ده. د یاد ریاست رییس مولوي شبیراحمد صدیقي رسنیو ته ویلي، چې پر یادو ځمکو د ودانیزو عملي چارې د پانګوالو له لوري پیل شوې او د تولیدي فعالیتونو د پراختیا هڅې روانې دي. هغه ویلي، چې یاد صنعتي پارک ټول ټال ۱۵۰۰ جریبه ځمکه لري او د صنعت د ودې لپاره پکې اړینې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.







