د بلخ ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د بېرته راستانه شویو کډوالو د لاسي صنایعو او کورنیو تولېداتو یو ورځنی نندارتون جوړ شوی، چې په ترڅ کې به یې لسګونه ډوله تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي. په شمال زون کې د «سي. ایچ. اې» موسسې مسوول فرید الله مهمند رسنیو ته ویلي، چې دغه نندارتون د بېرته راستانه شویو کډوالو د اقتصادي توان لوړولو د کورنیو تولیداتو د ودې په موخه د یوې ورځې لپاره پرانسیتل شوی دی. نوموړي زیاته کړې، چې دغه موسسه د ۵۵ کورنیو ملاتړ کوي او اوس یې د قالینو او نورو لاسي توکو تولید پیل کړی او محصولات یې د نندارتون له لارې خلکو ته وړاندې کړي دي.







