د عامې روغتیا وزارت وزیر مولوي نور جلال جلالي په یوه خبري غوڼده کې ویلي، چې هند ته د رسمي سفر په ترڅ کې ورسره د افغانستان د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا لپاره د نږدې ۹.۸ میلیونه ډالره مرستو ژمنې شوې دي. نوموړي ویلي، چې په دغو مرستو کې ۵ میلیونه ډالره د واکسینونو، ۳ میلیونه ډالره د سرطان د راډیوتراپۍ ماشین، ۱ میلیون ډالر د سرطان درملو، ۳۰۰ زره ډالر د سيټيسکن ماشین او ۵۰۰ زره ډالر د یوه روغتون او د تلسیمیا د ځانګړي مرکز د جوړولو لپاره ځانګړي شوي دي.







