د روغتیا نړیوال سازمان ( ډبلیو ایچ او ) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې یې په افغانستان کې د نري رنځ (توبرکلوز) ناروغۍ د ارزونې ماموریت ترسره کړی دی. یاد بنسټ زیاته کړې، چې دا ماموریت یې د توبرکلوز د ملي پروګرام د ارزونې او ملي شریکانو د ملاتړ په موخه ترسره کړی، څو د دې ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې پروګرامونه قوي شي. یاد سازمان ویلي کارپوهانو یې له کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار او هرات ولایتونو لیدنه کړې څو د توبرکلوز ناورغۍ پر وړاندې د مبارزې وضعیت وارزوي.







