د افغانستان د وزلوبې (بزکشي) غوره لیګ اووم پړاو سیالیو پایلوبه کې د سرپل لوبډلې د بدخشان لوبډلې پر وړاندې اتلولي وګټله. په دغه لوبه کې د سرپل لوبډله وتوانېده، چې د ۷ – ۰ امتیازونو په توپیر د بدخشان لوبډلې ته ماتې ورکړي. د افغانستان د وزلوبې لیګ اووم پړاو سیالۍ د روانې لېندۍ میاشتې په ۲۰مه د ۱۱ لوبډلو ترمنځ په کابل کې پیل شوې وې.








