د بدخشان ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د یاوان، کوهستان او راغستان ولسوالیو ترمنځ د ۲۶ کیلومترو په اوږدوالي او ۱۰ مترو په عرض د غځېدلي سړک د پخولو چارې پیل شوې دي. سرچینې ویلي، چې دا پروژه د ټولګټو وزارت له بوديجې د ۶۰۳ میلیونو افغانیو په لګښت پلې کیږي. د ځایي چارواکو په خبره د دغه سړک له بشپړېدو سره به د بدخشان د ۱۱ ولسوالیو ډېری ستونزې حل شي.








