لوړو زده کړو وزارت ویلي چې د هېواد په ۷ تدریسي روغتونونو کې د څه باندې ۱۷ میلیونه ۳۱۷ زره افغانیو په لګښت معیاري درملتونونه جوړوي. د دغه وزارت لخوا خپره شوې خبر پاڼه راغلي، چې د دغه اقدام چارې تر اوسه ۸۰ سلنه بشپړې شوې او ډېر ژر به د ګټې اخیستنې لپاره پرانیستل شي. په دغه پروګرام کې د البیروني پوهنتون تدریسي روغتون،علي اباد او میوند تدریسي روغتونونه، د شیخ زاید، پکتیا، ننګرهار او هرات پوهنتونونو تدریسي روغتونونه شامل دي.







