د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) راپور ورکړی، چې روان ژمی په افغانستان کې څه باندې ۱۷ میلیونه کسان د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخ دي. یاد سازمان په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د بنسټيزو خدماتو د وړاندې کولو بنسټونو د بودیجې کمښت د خوارځواکۍ د درملنې خدمات محدود کړي او د ژمي په سړو میاشتو کې د ماشومانو د مړینې احتمال شته. په افغانستان کې د ډبلیو ایف پي مشر ویلي: (کورنۍ ورځې ورځې بې خوړو تېروي او د بقا لپاره هڅه کوي. د ماشومانو د مړینې کچه په زیاتېدو ده او ښايي په راتلونکو میاشتو کې زیاته شي.) په راپور کې راغلي چې وچکالۍ، زلزلو، د عاید کمښت او له ایران او پاکستان څخه د راستنېدونکو جبري ایستنې بشري وضعیت ترینګلی کړی دی.







