د سره صلیب نړیوالې کمېټې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د کندهار ښار د اوبو رسولو شرکت ته یې د اوبو د مصرف سنجولو (واټر میټر) درې زره دستګاوې ورکړې دي. یادې کمېټې ویلي، چې په دې سره به څه باندې ۳۰ زره کسان له خوندي، باوري او دوامدارو اوبو څخه برخمن شي. دا ملاتړ به اوبو ته لاسرسی ښه او د ضایعاتو کچه به راټيټه کړي. له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي و چې افغانستان د شدیدې وچکالۍ له څپې سره مخ دی. ملګرو ملتونو زیاته کړې وه چې د باران کموالي او د ځمکې وچوالي للمي حاصلات په جدي ډول اغېزمن کړي او څاروي د وښو د کمښت له امله له جدي خطر سره مخ دي.








