د عامې روغیتا وزیر نور جلال جلالي د درملو د اتحاديي له مسوولینو او عمده پلورونکو سره په کتنه کې ویلي، چې د افغانستان د درملو بازار پر یوه هېواد تکیه نه کوي او د درملو په برخه کې د شته ستونزو د حل او باکیفته درملو لپاره پر بدیلو لارو هم کار کوي. د عامې روغتیا وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې درملو د بییو کنټرول، د احتکار مخنیوي او په بازار کې لوړ کیفیت لرونکو درملو شته والي او مدیریت په اړه خبرې شوې دي. د درملو د اتحادیې مسوولینو ویلي، چې هیواد کې په کافي اندازه درمل شته او له هېڅ ډول کمښت سره نه دي مخ شوي. دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له شخړې وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په ټپه دریدلې او له پاکستان څخه د درملو په واردولو بندیز لګول شوی دی.







