د وزلوبې فدراسیون خبر ورکړی، چې د وزلوبې غوره لیګ ۷م پړاو سیالۍ به نن په کابل کې پیل شي. د یاد فدراسیون د مالوماتو له مخې دغه سیالۍ به د بهرنیو چاپاندازانو او ۱۱ لوبډلو په ګډون په څلورو ګروپونو کې ترسره شي. په کابل کې د سیالیو د پوهاوي سیمینار، د طرزالعملونو او قوانینو بیاکتنه او د پچې اچونې مراسم ترسره شوي دي. د فدراسیون د لومړني پلان له مخې ټاکلې شوې وه، چې په دغه سیالیو کې ۱۴ لوبډلې برخه واخلي؛ خو په پای کې پچه اچونه د ۱۱ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. دغه سیالۍ به لس ورځې دوام وکړي.








