د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پرضد د مبارزې دفتر(یو این او ډي سي) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په بدخشان کې یې د اوبو لګولو څلور کانالونه بیارغولي دي. یاد دفتر زیاته کړې، چې دا کانالونه د جاپان د نړیوالو همکاریو ادارې په مرسته په ارګو، خش او کشم ولسوالیو کې بیارغول شوي دي. د یاد بنسټ په خبره، دا د کوکنارو د کښت پر ځای تلپاتې کرنې ته لاره برابروي. دغو کانالونو په بیارغېدو سره څه باندې زر کورنۍ چې مخکې د کوکنارو له کښت سره تړلې وې، اوس اړینو اوبو ته لاسرسی لري








