د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې ډنمارک د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره ۴.۶۶ میلیونه ډالر مرسته کړې ده. اوچا زیاته کړې، د ډنمارک دوامداره ملاتړ له مرستندویانو سره مرسته کوي چې اغېزمنو شویو کورنیو ته ژوند ژغورونکې مرستې وړاندې کړي. یاد بنسټ له افغانستان سره د ډنمارک له مرستې مننه کړې. څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اعلان کړی و، چې راتلونکی کال به په افغانستان کې څه د پاسه ۱۷ میلیونه کسان د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخ شي.








