د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت وزیر مولوي نور جلال جلالي د سويلي اسیا لپاره د یونیسف د سیمهییز دفتر له مشر سنجی وېجسېکره سره کتلي دي. سرچینې ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د همکاریو، شته ننګونو، ګډو هڅو او د روغتيايي سکتور د اړتیاوو په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي. مولوي نور جلال جلالي د یونیسف ادارې له دوامداره همکاریو مننه کړې او زیاته کړې یې ده، د عامې روغتيا وزارت چمتو دی چې د حساب ورکوونې، شفافیت او د ګډو پروګرامونو په موثره پلي کېدو کې همغږي لا زیاته کړي، تر څو خلکو ته په غوره توګه اړين روغتيايي خدمتونه وړاندې شي. دغه راز د سويلي اسيا لپاره د یونيسف سیمه ييز دفتر مشر ډاډ ورکړی، چې یونیسف به په افغانستان کې د روغتیا له سکتور سره خپلې روانې مرستې او همکارۍ دوامداره وساتي او د نړیوالو تمویل کوونکو تر منځ به د ملاتړ هڅې هم لا زیاتې کړي.







