د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ( یو این ډي پي) راپور ورکړی، چې د افغان ټولنې د انعطاف پروګرام(اې سي ار پي) له لارې یې پر افغان بزګرو کیفیت لرونکې کڅوړې وېشلې دي. یاد بنسټ په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې دا هر اړخیزه کڅوړه د روغتیايي توکو ترڅنګ د فردي او ډلهییزو عملي روزنو څخه جوړه ده چې د حاصلاتو د راټولو له پړاوه مخکې او وروسته پر کرنیزو لارو چارو تمرکز لري. په راپور کې راغلي چې تر اوسه د افغانستان په سوېلي او لویدیځو سیمو کې زرګونه بزګر او د وړو او منځنیو سوداګریو مالکان له دغه ملاتړه برخمن شوي دي.








