د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایې چې په دغه ولایت کې د والیبال ملي فدراسیون له لوري د والیبال سیالۍ پيل شوې. لوګر کې د ورزش او بدني روزنې امریت مسوولینو ویلي، یادې سیالۍ د والیبال لوبو ته د ودې او د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزې په موخه پیل شوې چې نږدې دوه میاشتې به دوام وکړي. د یادي لوبډلي یوه لوبغاړي د بدني روزنې او ورزش له ادارې مننه کړې چې دوی ته يې د تفريح زمينه برابره کړې ده.








