د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت وزیر نورالدین عزیزي د چین له سفیر او سوداګریز استازي سره کتلي دي. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې د چین سفیر جاو شینګ د چینایي پانګوالو ستونزې شریکې کړې او د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه یې کړې ده. نورالدین عزیزي په سوداګریزه برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو پر اړتیا ټینګار کړی او ویې ویل چې افغانستان له چینایي پانګوالو سره د همکارۍ پراخولو ته بشپړ چمتو دی.







