د روسیې د کرملېن ویاند، دېمیتري پېسکوف، ویلي چې د افغانستان او روسیې اوسني اړیکې پیاوړې دي. نوموړي له هندي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، اړینه ده چې د سیمې د ستونزو د حل لپاره د افغانستان د اوسنیو چارواکو سره خبرې وشي. پېسکوف همدارنګه ویلي، چې په سیمه کې ګډې ګټې لري او روسیه به له افغانستان سره خپلې اړیکې نورې هم پراخوي.







