د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرتالله جمال د روسیې د علم او فرهنګ کور له رئیس سرګي سټوپاچف سره کتلي دي. سټوپاچف ویلي، چې په روانه ډیسمبر میاشت کې به په کابل کې لوی کلتوري او روزنیز فورم جوړ کړي، چې په کې به د افغان ګرځندوی د معرفي پروګرامونه وړاندې شي. روسیې د ګډو نندارتونونو جوړولو او د سیلانیانو د زیاتوالي ژمنه هم کړې ده. ښاغلي جمال بیا افغانستان خوندي او د سياحت لپاره مناسب بللی او د همکاریو پر دوام یې ټینګار کړی دی.







