هرات کې له ۱۰ څخه زیاتې د درمل جوړولو فابریکې فعالیت کوي، چې له ۱۰۰۰ څخه زیات درمل تولیدوي او د هېواد په کچه د ناروغانو یوه برخه اړتیاوې پوره کوي. د هرات د صنایعو او کانونو رییس محمد ناصر امین وایي چې دغه ولایت کې د فابریکو فعالیت او د درملو تولید ډېر مهم دی. دغه راز د هرات درمل پلورنکي او چارواکي وايي، چې په کور دننه تولیدېدونکي درمل اوس د کیفیت له مخې د منلو وړ دي او د ناروغانو باور پرې زیات شوی او په تدریجي ډول د وارداتي درملو ځای نیسي.







