د راپورونو له مخې پاکستاني سوداګرو په پېښور کې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان او د عوامي نشنل ګوند مسوولینو سره کتلي او له افغانستان سره یې د سوداګریزو لارو د پرانېستل کېدو برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده. پاکستاني سوداګرو ویلي، چې د لارو تړل کېدو له امله ورته سخت زیان اوښتی دی او ټولې لارې دې ژر تر ژره پرانېستل شي. مشر مولانا فضل الرحمن سوداګرو ته له خپله اړخه د لارو د خلاصیدو په برخه کې د هلو ځلو په تړاو ژمنه ور کړې ده. بل خوا د عوامي نشنل ګوند ایالتي مشر میا افتخار حسین د لارو بندیدو په غبرګون کې پر پاکستاني چارواکو نیوکې کړې دي او زیاته کړې یې ده، چې د لارو بندیدو سره تر ټولو ډېر زیان د پاکستان عامو خلکو ته اوښتی دی.







