په مسکو کې د افغانستان سفیر مولوي ګل حسن “حسن” د شانګهای همکاریو سازمان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي بختیار حکیموف سره کتلي دي. د مالوماتو له مخې په دې کتنه کې د شانګهای همکاریو سازمان وروستۍ غونډې او په راتلونکو ناستو کې د افغانستان د ناظر په توګه د غړیتوب د بیا فعالېدو پر موضوع خبرې شوې دي. په دې کتنه کې حکیموف د خنډونو په لرې کولو او د اړوندو خواوو ترمنځ په دوامدارو خبرو ټینګار کړی او دغه راز یې د شانګهای همکاریو سازمان په چوکاټ کې د ناظر غړي په توګه د افغانستان ګډون د ټولو اړخونو په ګټه بللی دی.







