د بلخ ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د بندر کلفت سړک د لومړي فاز د جوړېدو چارې د ۴۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت رسماً پیل شوې دي. دا سړک د بلخ ولسوالۍ له مرکز څخه پیلېږي او د شورتپې، چاهي او دولت اباد ولسوالیو له لارې به د ترکمنستان پولې ته وغځېږي. د بلخ د ټولګټو ریاست مسوولین وایي، چې دا پروژه به د خلکو د تګ راتګ او د مالونو د لېږد لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ اقتصادي اړیکې به نورې هم پیاوړې کړي. د بندر کلفت د سړک ټولیز اوږدوالی ۹۱ کیلومتره دی، چې په درې پړاوونو کې به جوړ شي او چارې به یې د ۲ کلونو په موده کې بشپړې شي.








