د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې په افغانستان کې د درملو او طبي وسایلو د تولید ۱۳۰ فابریکې فعالیت کوي او نږدې ۶۰۰ قلمه درمل تولیدوي. د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر زمان شرافت ویلي، چې په کور دننه د درملو د تولید په برخه کې یې هڅې ګړنۍ کړې دي او د تولید او درملو د کیفیت پر برخه ډېر ټینګار کوي. هغه ویلي: ((زموږ تولیدي اقلام ډېر شوې دي او نږدې ۶۰۰ ته رسیږي. د دې ترڅنګ ۱۳۰ فابریکې په داخل د هېواد کې درمل او طبي تجهیزات تولیدوي.)) د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، د درملو د تولید یو شمېر کورنیو فابریکو نړیوال معیارونه پوره کړي دي او یاد وزارت ورته له هېواده بهر د درملو د لېږد سند هم ورکړی دی.







