د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د بامیانو په شپږو ولسوالیو کې د شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک د پاکو اوبو رسولو ۱۷ شبکې جوړې او ګټې اخیستو ته سپارل شوې دي. خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې د یادو شبکو په جوړېدو سره اوس د سیمې ۱۲ زره ۶۰۰ کسان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري. د بامیانو د یادو ولسوالیو اوسېدونکي د اوبو رسولو د شبکو پر جوړېدو خوښي څرګندوي او وايي چې له دې سره د دوی د څښاک پاکو اوبو ستونزه حل شوه.







