افغانستان او هند پرېکړه کړې چې په کابل او نوي ډیلي کې د دواړو هېوادونو په سفارتونو کې ځانګړي سوداګریز اتشې وګوماري. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان، پاکستان او ایران د برخې مسوول، انند پرکاش، ویلي چې دغه پرېکړه د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر او د سوداګرۍ وزیر سره د افغانستان د سوداګرۍ د وزیر، نورالدین عزیزي، ترمنځ د لیدنې پر مهال شوې ده. د پرکاش په وینا، افغانستان به ډېر ژر خپل سوداګریز اتشه نوي ډیلي ته ور ولېږي.







