د افغانستان له ۱۹ کلنې کم عمره ملي لوبډلې په خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې له خپل ټاکل شوي هدف دفاع وکړه او سیالې هندۍ ۱۹ کلنه (ب) لوبډله یې په ۹۷ منډو له ډګره بهر کړه. د افغان لوبډلې په ګټه تکړه چټک توپ اچوونکي عبدالعزیز د هېټریک کولو سره سره د سیالې هندۍ بوبډلې ۶ لوبغاړي وسوځول، چې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.








