د ننګرهار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت شېرزاد ولسوالۍ په ۱۴۴ کلیو کې د نړيوال بانک په مالي ملاتړ د ۱۴۷.۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۵۲ بېلابېلې پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د سرچینې په خبره په دغو پروژو کې ۸۸ کليوالي سړکونه په خام ډول، ۳.۵کیلومتره سړکونه په کانکريټي ډول، ۶۶ کانالونه، ۱۶۲ پلچکونه، ۲.۸ کیلومتره استنادي دېوالونه، ۷.۷کیلومتره نوي سړکونه او نږدې ۱۳۷.۵۰۰ کیلومتره کانالونه پاک شوي دي.







