د بغلان د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې لسګونه نوي کانونهتثبیت شوي دي. د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم رئیس مولوي عبادالله معاذ رسنیو ته ویلي، چې په دغه ولایت کې د سرو زرو، سرب، جست او نورو قیمتي ډبرو ۴۰ کانونه تثبیت شوي او قانوني استخراج یې کولای شي د هېواد په اقتصاد کې مثبت بدلون راولي. د یاد ولایت ځایي چارواکي وایي، چې ځینې کانونه لکه د دوشي ولسوالۍ د قرزغن د سرو زرو کان لا هم د اکتشاف په مرحله کې دی. دوی په ټینګار سره دا هم ویلي، چې هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړو چې دغه ملي شتمنۍ په خپل سر استخراج کړي.







