د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې سږکال په دغه ولایت کې د پیازو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او حاصلات یې د تېرکال په پرتله نږدې ۳۰۰ مټریک ټنه زیات شوي دي. د کرنې ریاست د عوایدو د تنظیم امر قاري عبدالبصیر شاهد ویلي، چې سږکال د لوګر په کچه پر ۱۲۳۹ هکټاره ځمکه پیاز کرل شوي چې ۴۳،۳۴۷.۵ مټریک ټنه تولید ترې ترلاسه شوی او دا شمېر د تېرکال د تولیداتو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي. هغه د حاصلاتو د زیاتېدو لاملونه د بزګرانو لپاره د عامه پوهاوي برنامو پلي کېدل، د اصلاح شويو تخمونو او سرو وېشل، او په ولایت کې د ډاډمنې امنیتي فضا شتون یاد کړ.








