د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت وزير ملا محمد يونس اخندزاده لخوا د دايکنډي ولایت د پاتو ولسوالۍ په وغنير دره کې د څه باندې ۲۹ کيلومتره جغلي سړک او د ۲ لویو پلونو د جوړولو چارې پیل شوې دي. د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د مالوماتو له مخې، پر دغه پروژه څه باندې ۷۶ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې په بشړېدو سره به د یادې سیمې د خلکو ګڼې ستونزې هوارې شي.







