د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري په کابل کې د ایران له سفیر عليرضا بیکدلي او د یاد هېواد سوداګرۍ خونې پلاوي له غړو سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د ایران د سوداګرۍ خونې رییس د افغانستان پر کانونو په ځانګړي ډول د سرو زرو، مسو او اوسپنې کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې. د کانونو وزارت د خبرپاڼې له مخې، نوموړي ژمنه کړې چې د کانونو کیندنې، د اوسپنې ویلې کولو کارخونې رامنځته کولو، مجهز لابراتوار او د افغان انجینرانو د روزلو په برخه کې به همکاري کوي.







