د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون مسوولینو خبر ورکړی، چې، پرون ورځ له بېلابېلو لارو ۱۵۱۵ کډوالې کورنۍ چې ټول ۸۲۳۱ کسان کېږي، په جبري ډول هېواد ته راستانه شوي دي. د یاد کمېسیون مسوولین وایي، چې په همدې ورځ له بېلابېلو ولایتونو نږدې ۱۰ زره کسان خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي. د دغه کمېسیون دارلانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د سپین بولدک له لارې ۹۷۰کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۴۲۴ تنه کېږي هېواد ته راستنې او ۵۹۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۵۴۰ و، خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي. د خبرپاڼې لهمخې، د تورخم له لارې ۴۴۶ کورنۍ چې ۲۴۲۵ تنه کېږي هېواد ته راستانه او له دې ډلې بیا ۳۸۳ کورنۍ یې خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.







