د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزيزي پرون د امام ابوحنیفه (رح) د څلورم ملي او نړۍوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې شاوخوا ۱۲ زره کانتینره سوداګریز توکي په پاکستان کې بند پاتې دي. عزیزي د پاکستان له لوري د ګډو بندرونو پر تړلو په نیوکو سره ډاډ ورکړ، چې دوی هڅه کوي د دې ستونزې د حل لپاره د چابهار بندر له لارې سوداګرو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.







