د افغانستان د کرکټ الف لوبډله (افغان ابدالیان) د ځوانانو اسیا جام سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه د بنګلهدېش له الف لوبډلې سره ترسره کوي. د ځوانانو شلاوریزې اسیا جام سیالۍ د تېرې جمعې په ورځ د قطر په کوربهتوب د افغانستان په ګډون د اتو هېوادونو د لوبډلو ترمنځ پیل شوې، چې د همدې میاشتې تر ۲۳مې به دوام ولري. د یادونې ده، افغان ابدالیان لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله درېیمه او وروستۍ ګروپي لوبه به د همدې میاشتې په ۱۹مه د هانګکانګ پر وړاندې ترسره کړي.







