د پنجشېر د اقتصاد ریاست مسوولیو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په عنابه او رخه ولسوالیو کې د دوو استنادي دېوالونو د جوړولو چارې د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. د مسوولینو په خبره یاده پروژه ۱۳۲ متره اوږدوالی او څه باندې ۳ متره لوړوالی لري او چارې یې د (او آر ډي آر) موسسې په مالي ملاتړ بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.







