د هلمند ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د یوه پله د بیارغونې او استنادي دېوال د جوړولو چارې د ۲۵میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي. د ځایي چارواکو په خبره د دغه پله په جوړېدو سره به د ګرمسېر ولسوالۍ ترڅنګ د خانشین، دېشو او بهرامچې ولسوالیو اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې اسانتياوې برابرې شي.







