د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې نورالدین عزیزي د ایران د سیستان او بلوچستان له والي منصور بیجار سره په میلک پوله کې کتلي دي. سرچینې ویلي، چې په دې کتنه کې د نیمروز او د ایران سیستان بلوچستان ترمنځ د ګمرکي او بینالولایتي همکارۍ د پیاوړتیا، د سوداګریزو وسایطو د ترخیص چټکتیا، د تمځای وخت د کمولو، د ګډو پانګونو د راجلبولو، د بندري او پولهييزو تاسیساتو د پراختیا، د نویو ترانزیټي لارو د ایجاد او د سوداګریزو موټرو ورځنی تګ راتګ تر ۱۰۰۰ څخه د زیاتولو په اړه خبرې شوې دي.







