د افغانستان د موی تای لوبغاړي محمد یوسف جهانګیر د اسلامي هېوادونو د پیوستون له سیالیو څخه د سرو زرو مډال وګاټه. د المپيک، بدني روزنې او ورزش ریاست وايي چې نوموړي په ۷۵ کیلو وزن کې په خپله وروستۍ لوبه کې ترکي سیال ته ماتې ورکړه او د افغانستان لپاره یې له یادو سیالیو څخه په موی تای کې د طلا مډال په خپل نوم کړ. د یادونې وړ ده، چې د اسلامي هېوادونو د پیوستون درېیم پړاو سیالۍ د سعودي عربستان په کوربتوب په پلازمېنه ریاض ښار کې په ۲۳ ورزشي رشتو کې د روانې میلادي میاشتې په ۷مه پيل شوې او تر ۲۱مې نېټې به دوام وکړي، چې د افغانستان په استازولۍ نږدې ۸۳ ورزشکارانو په کې ګډون کړی.







