د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر محمد یونس اخندزاده ویلي، چې په هېواد کې رغنیز کارونه د پخوا په پرتله چټک شوي دي. نوموړي دا څرګندونې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې د پرانیستې پر مهال کړې او زیاته کړې یې ده چې د ا.ا له لوري دا مهال د هېواد په ټولو سیمو کې پراخ رغنیز کارونه روان دي او دغه بهير د تېر پرتله چټک شوی دی. عام خلک د بنسټیزو پروژو عملي کېدل د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره مهم ګڼي. د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولین هم وایي چې په تېرو څلورو کلونو کې یې د کلیوالي سړکونو، پلونو، کانالونو او استنادي دېوالونو ګڼ شمېر پروژې بشپړې کړې دي.







