د فراه والي محمد حافظ مجاهد د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه ایران ته سفر کړی دی. نوموړي د جنوبي خراسان له والي هاشمي او یو شمېر سیمهییزو چارواکو سره لیدلي، او د دوهاړخیزې سوداګرۍ، د شیخ ابونصر فراهي بندر د سړک د چټک بشپړېدو او د کاري ستونزو د حل په اړه یې ورسره خبرې کړې دي. د جنوبي خراسان والي د دواړو هېوادونو اړیکې او همکارۍ مثبتې بللې او ویلي یې دي، چې د ماهیرود او شیخ ابونصر فراهي بندر ترمنځ لویه سوداګریزه لاره ځانګړی اقتصادي ارزښت لري او د رغونې چارې به یې ژر بشپړې شي.







