د دولتي شرکتونو لوی ریاست خبر ورکړی، چې په کابل کې د ډبرو سکرو د وېش لړۍ رسماَ پیل شوې ده. د یاد ریاست لوی رییس مولوي احمد جان بلال ویلي، چې د کابل ښاریانو لپاره د ډبرو سکرو بیه ۶۸۰۰ افغانۍ ټاکل شوې او هڅه کېږي، چې دا بیه لا ارزانه شي. نوموړي زیاته کړې؛ دغه لړۍ به پکتیا، پکتیکا، غزني، میدان وردګ او پروان ولایتونو ته هم غځول کېږي او هلته به د ډبرو سکرو بیه ۷۲۰۰ افغانۍ وي. د ډبرو سکرو د وېش لومړي پړاو کې ۱۳۰ زره ټنه د ډبرو سکاره وړاندې کېږي او د اړتیا په صورت کې به، دا اندازه لا زیاته شي. بلخوا د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د خلکو د هوساینې لپاره د ډبرو سکرو د بییو ټيټول او په اسانۍ سره دغه توکي تر خلکو رسول یو ستر ګام بللی دی.







