د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام راپور ورکړی چې افغانستان د چاپېریال د تخریب پر وړاندې زیان مننونکی دی. یاد بنسټ پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د کثافاتو او اوبو کمزوری مدیریت او د زرغون چاپېریال کموالی د خلکو روغتیا ګواښي. دغه بنسټ ټينګار کړی چې غوره ښاري پلان او بنسټيز اقدامات کولی شي چاپېریال خوندي او د خلکو د ژوند کیفیت ښه کړي. د یادونې ده چې یاد بنسټ څه موده مخکې هم اعلان کړی و، چې په افغانستان کې ښاري مېشتېدنه په چټکۍ روانه ده، خو د هېواد ښارونه بیا د دغه بهیر منلو ته اړین تیاری او چمتووالی نه لري.







