په کابل کې د جاپان سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان په شمال کې له زلزله ځپلو سره د دغه هېواد بېړنۍ مرستې کابل ته رسېدلې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې په دغو مرستو کې کمپلې او توشک دي او ټاکل شوې، چې د افغانستان شمالي ولایتونو ته واستول شي. یاد سفارت په لیکلي بیان کې زیاته کړې چې دا مرستې افغاني سرې میاشتې ټولنې او د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون ته سپارل شوې دي. په کابل کې د جاپان سفیر کنیچي ماساموتو هیله څرګنده کړې، چې دا مرستې په بېړه هغو ته ورسېږي چې ډېره اړتیا ورته لري.







