د بلخ ولایت ځایي چارواکي وایي، چې ترکمنستان د هیواد په شمال کې د وروستۍ زلزلې له کبله زیانمنو شویو ته د ۳۴ میلیونو افغانیو په ارزښت مرستې لېږلې دي. د مسوولینو په خبره په دغو مرستو کې ۶۸ ډوله خوراکي، روغتیايي، ساختماني او پوشاکي توکي شامل دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې، دا مرستې د اقینې بندر له لارې استول شوي څو په زلزله ځپلو سیمو کې پر اړمنو وویشل شي. دا مرستې داسې مهال شوي چې په بلخ او سمنګان کې د وروستۍ زلزلې په پایله کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ګڼ شمېرکورونه ویجاړ شوي دي.







