د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت ویلي، چې د کابل ښار د پاکو اوبو د برابرولو لپاره یوه ستره پروژه پیل شوې ده. د دې پروژې له مخې به د پنجشېر، شاه او عروس او شاهتوت له بندونو اوبه را ایستل او کابل ته لېږدول کېږي. د یاد شرکت رییس غلام رحمن کظیم ویلي، چې د پروژې د سروې چارې په ۱۷مه، ۱۱مه او ۱۵مه ناحیو کې تر ۸۰ سلنې بشپړې شوې دي، او له شاهتوت بند څخه د اوبو د انتقال سروی هم روانه ده. چارواکي وایي، د پروژې له بشپړېدو سره به د کابل ټول اوسېدونکي له پاکو اوبو برخمن شي.







